روسیې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو د شخړو په اړه اندېښنه ښوولی

پر ډیورنډ کرښه د لګیدلي اغزن تار ترڅنګ پوځیان ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت وایي، د ډیورند کرښې سره څېرمه د افغانستان او پاکستان ترمینځ جګړه کراره شوې، خو روسیې د دې دواړو هېوادونو د شخړو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې، ماریا زخارووا له قوله راپور ورکړی چې هغې له دواړو غاړو غوښتنه کړې چې زغم وښيي او د اختلافاتو د هواري لپاره رغنده خبرې وکړي.

نوموړې زیاته کړې چې په دې جګړو کې نه یوازې پوځیان بلکې ملکي خلک هم وژل کېږي.

طالبانو ویلي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې جګړه ودرېدلې، خو د جګړو له وېرې بې‌ ځایه شوي خلک لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې ځواکونه په سیمه کې دي.

د ډېسېمبر ۲۷ مې او ۲۸مې په منځنۍ شپه درې بجو راهیسې د خوست علیشېرو او د پکتیا ډنډ پټان ولسوالیو په ډیورند کرښه جګړه هغه وخت پیل شوه چې د طالبانو ځواکونو د پاکستانپر پوله ساتونکو انتقامي بریدونه وکړل.

د طالبانو د دفاع وزارت یوې سرچینې ادعا کړې چې په دې جګړو کې یې ۱۹ پاکستاني ځواکونه وژلي او ګڼې پوستې یې ویجاړې کړې دي، خو پاکستان ویلي چې یوازې درې سرتېري یې ټپیان شوي او د ۱۵ افغان طالبانو د وژلو ادعا یې کړې ده.

دا هم وګورئ:

د افغان طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ ډیورند کرښې ته نژدې نښتې شوې ديډنډ پټان کې له توپانه اغېزمن شوي کسان د مرستو غوښتنه کويپاکستاني او طالب چارواکو په قطر کې پر "دوه اړخیزو مسایلو" خبرې کړي

په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د جګړې له امله ځینې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د سیمې خلکو ویلي چې درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

طالبانو ویلي چې د برمل ولسوالۍ د پاکستاني برید غچ به اخلي. پاکستان ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر مرکزونو یې بریدونه کړي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هغوی په افغانستان کې شتون نه لري.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې د پرله پسې سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي او اسلام آباد په وار وار له کابله غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام وکړي خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.