په بلوچستان کې د پولیو ناروغۍ ۷ ورځنی کېمپېن پیل شوی دی

کېمپېن د صوبې په ۳۶ ضلعو کې کېږي ـ پخوانی انځور.

په بلوچستان کې نن (د ډېسېمبر پر ۳۰مه) د پولیو ناروغۍ ضد اووه ورځینی مهم پیل شوی دی.

په کوټه کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکو په یو بیان کې ویلي چې دا مهم به د صوبې په ۳۶ ضلعو کې ترسره شي او پکې به له ۲۶ لکو څخه زیات هغو ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو پورې وي.

د پاکستان په نورو صوبو کې د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې پورې د پولیو اووه ورځینی واکسیني مهم ترسره شوی و، خو په بلوچستان کې د روغتیا ادارې د کارکوونکو احتجاج له وجې ځنډول شوی و.

په پاکستان کې سږکال د پولیو ۶۷ پېښې ثبت شوې دي.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۱۹، ۱۹ او په پنجاب او اسلام‌اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.