روسیې او اوکراین ۳۰۰ قیديان تبادله کړل

د اوکراين د يو سرتېري مېرمن هغه ته هرکلی وايي - تصویر د دیسمبر ۳۰مې دی.

روسیې او اوکراین یو ځل بیا د قیدیانو تبادله کړې، چې له امله یې سلګونه بندیان خوشې شوي دي.

دواړو هېوادونو د جګړې پر مهال نیول شوي کسان د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب خوشې کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په ټیلیګرام کې په یو بیان کې د دې اقدام پخلی کړی او ویلي دي چې ۱۸۹ اوکراینیان بیرته خپل هېواد ته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې کې د ازوفستال او ماریپول، د چېرنوبېل ایټمي بټۍ، زمېنې جزیرې او د جګړې د لومړۍ کرښې د بېلا بېلو برخو مدافعین شامل دي.

بلخوا، د روسیې د دفاع وزارت هم د بندیانو د تبادلې اعلان کړی او ویلي دي چې د دواړو خواوو لخوا ۱۵۰، ۱۵۰ کسان خوشې شوي دي. خو په دې شمېرو کې د توپیر په اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د دفاع وزارت د دیسمبر پر ۳۰مه په یو بیان کې ویلي چې د مذاکراتو په نتیجه کې د کییف تر کنټرول لاندې سیمو څخه ۱۵۰ روسان خپلو سیمو ته او دا راز د اوکراین ۱۵۰ پوځي قیدیان هغه هېواد ته ورکړل شوي دي.

تر دې وړاندې هم روسیې او اوکراین جنګي بندیان تبادله کړي چې په نتیجه کې یې د دواړو خواو تر ۱۰۰ زیات بندیان خوشی شوي ول.