په بنو کې پر پولیسو برید کې ۶ سرتېري ژوبل شوي دي

مخکې هم په بنو کې پر پولیسو بریدونه شوي دي ـ انځور له ارشیفه.

په بنو کې په يو بمي برید کې شپږ پوليس سرتېري ژوبل شوي دي.

د ضلعې د پوليسو ویاند خان ځلا مشال راډيو ته ويلي چې د بنو د چاوڼۍ پوليسو نن (د دیسمبر پر ۳۱مه) ګزمه کوله چې د سرای نورنګ په سيمه کې ورباندې د سړک د غاړې ښخ بم وچاودېد. د ده په وینا، په دې پېښه کې شپږ سرتېرې ژوبل شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه پورې هېچا د برید ذمه واري نه ده منلې.

له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات کړي دي. خو د ځینو ځایونو خلک پکې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو پر ضد احتجاجي مظاهرې او جرګې کوي.

د نومبر پر ۱۹مه په بنو کې په امنيتي پوسته پر ځانمرګي بريد کې ۱۲ سرتېري ووژل شول. د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې وه.