جنوبي وزيرستان کې بمي چاودنو ۱ کس وژلی، ۸ ژوبل کړي دي

پاکستاني پوځيان په جنوبي وزیرستان کې واڼه ته پر تللې لارې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک او دژه غونډۍ کې جلا جلا بمي چاودنو يو کس وژلی او د درو پوځيانو په ګډون يې ۸ کسان یې ژوبل کړي دي.

د کوز جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر امين وزير مشال راډيو ته د هغو شمېرو د ورکولو پر وخت وويل چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه په اعظم ورسک کې په جنازه کې چاودلی بم په يو موټرسايکل کې اېښوول شوی وو چې په نتيجه کې يې يو کس وژل شول شوی او پينځه ژوبل شوي دي.

د هغه په وينا، پر همدغه ورځ په دژه غونډۍ کې پر امنيتي ځواکونو د سړک غاړې بم چاودلی دی چې په پايله کې يې درې پوځيان ژوبل شول.

د هغو دواړو بمي چاودنو ذمه واري له چا نه ده منلې.

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې دا ډول بریدونه وخت په وخت مخې ته راځي. په تېرو وختونو کې په یادو سیمو کې د يوشمېر داسې بریدونو مسوولیت ناقانونه پېژندل شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی.

تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۳۱مه په بنو کې هم په يو بمي برید کې شپږ پوليس سرتېري ژوبل شوي ول. د پولیسو په وینا دا برید هغه مهال وشو چې د ګزمې یو ګاډی یې له سرای نورنګ سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

تر اوسه پورې هېچا د هغه برید ذمه واري هم نه ده منلې.

له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات دوام لري. خو د ځینو ځایونو خلکو پکې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو پر ضد په وار وار احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي.