د سوریې لنډمهاله وزیرانو د سعودي د دفاع او بهرنيو چارو له وزیرانو سره ليدلي

د سوریې د بهرنیو چارو لنډمهاله وزیر الشیباني د جنورۍ پر دويمه په رياض کې د سعودي له دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان سره وليدل.

د سوریې (شام) د لنډمهاله حکومت وزیرانو په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو او دفاع چارو له وزیرانو سره ليدلي دي.

دا په ډېسېمبر مياشت کې د بشارالاسد د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د سوریې د لنډمهاله وزیرانو کوم بهرني هېواد ته لومړی سفر دی.

د سوریې د بهرنیو چارو عبوري وزیر اسعد حسن الشیباني د جنورۍ پر دويمه د سعودي پلازمېنې ریاض ته تر رسېدو وروسته پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې وویل چې د "ازادې سوریې" په تاریخ کې د دې لومړي سفر له لارې هیله لري چې دا به د سوریې او سعودي په اړیکو کې یو نوی روښانه باب پرانېزي.

د سعودي دولتي ټېلېويژن راپور ورکړ چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر الشیباني، د دفاع وزیر مرهف ابو قصره او د استخباراتو عمومي رییس انس خطاب د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان سره خبرې کړې دي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۲ز کال کې د بشارالاسد له حکومت سره اړیکې پرې کړې او د سوریې د حکومت مخالفه وسلوالو ملاتړ یې وکړ. خو په ۲۰۲۴ز کال کې ریاض د بشارالاسد له حکومت سره اړیکې بېرته ټینګې کړې او عرب لیګ ته يې د سوریې د بېرته ستنېدو په برخه کې مهم رول ولوباوه.

فرانس پرېس خبري اژانس د جنورۍ پر درېيمه په یو راپور کې لیکلي دي چې د سوریې نوی مشرتابه د سعودي پانګونې ته لېواله دی چې د یوې لسیزې د جګړې له امله د هغه ویجاړ شوي هیواد د بېخبينا په بیارغونه کې مرسته وکړي.

تر دې وړاندې، په ډېسېمبر کې د سعودي یوه پلاوي په دمشق کې د سوریې له نوي مشر احمد الشرع سره وکتل. الشرع تېره اونۍ د سعودي له دولتي ټېلېويژن العربیه سره په مرکه کې وویل چې سعودي عربستان به یقیناً د سوریې په راتلونکي کې لوی رول ولري.