الجزاير کې د ژوبل او ناروغو سايرو درملنه کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د الجزاير په سطیف ښار کې د مارغانو (مرغانو) د خوندیتوب د يوې ادارې ځينې کارکوونکي په رضاکارانه توګه د سایرې په نوم مرغۍ ژغوري. دوی زیاتره ژوبل یا ناروغه مرغۍ په پیسو اخلي او یا یې په ځنګلونو کې نیسي او تر درملنې وروسته یې خوشې کوي. د هغې ادارې په وینا، په الجزاير کې د سایرو ښکار زیات شوی او دوی غواړي چې دا مرغۍ خوندي کړي. په دې اړه انیسې اجمل د فرانس پرېس اژانس له ویډیو راپور جوړ کړی دی.