په ګلګت بلتستان کې د بجلۍ لوډشیډېنګ پرضد پرلت دوام لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان د هنزې په علي اباد کې ځايي اوسېدونکو شپږو ورځو راهیسې د برېښايي پارچاو (لوډشیډېنګ) پرضد احتجاج ته دوام ورکړی دی. هغوی د قراقرم پر لویه لاره خیمه لګولې او پرلت یې وهلی دی. د احتجاج له وجې د پاکستان او چین ترمینځ سوداګري هم درېدلې ده او پر لویه لاره په سامانونو بار ګڼ ګاډي ولاړ دي. په دې اړه د ځايي خبریال کامران علي ویډیويي رپورټ وګورئ.