فعالانې وايي پښتانه ښځو ته د حقونو له ورکولو پرته پرمختګ نه شي کولای
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پر ښځو د تشدد پر لاملونو بحث کړی دی. له دې پرته به دا هم واورئ چې په هغه صوبه کې ښځې تر اوسه د تعلیم او کار په برخه کې پوره حقونه ولې نه لري؟ په خپرونه کې د ښځو د حقونو مبارزه بختوره کلیواله او صابره غلزۍ مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ او پاډکاسټ سبسکرایب کړئ.