د بلوچستان له مرکز کوټې سره نېږدې د سکرو يو کان نړېدو په پېښه کې ۱۲ مزدوران لاندې شوي دي.
د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د سنجیدي سیمې کان د ګیس چاودنې له وجې نړېدلی دی.
دی وايي چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او هلته د مزدورانو د ژغورنې هڅه کوي.
د بلوچستان د سکرو کانونو د څار ادارې مشر عبدالغني شاهواني مشال راډیو ته وویل چې دوه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي د مزدورانو په راايستلو بوختې دي.
د محمد حيات په نوم هلته موجود يو کس نن (د جنورۍ پر ۱۰مه) مشال راډيو ته وويل چې تراوسه د يو کان کيندونکي مړی راايستل شوی دی.
د بلوچستان د معدنیاتو وزیر میر شعېب نوشېرواني په بیان کې ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي او د کانونو د قانون د سرغړونې په صورت کې به د کان د مالک پرضد اقدامات کوي.
د کانونو د مزدورانو ټولنه وايي چې د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د بلوچستان په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې درې مزدوران وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.
د کویلې د مزدورانو ټولنې پر پېښه خواشیني ښوولی او ویلي یې دي چې د حکومت د "غفلت او لاپرواهۍ" له امله د کویلې په کانونو کې دا ډول پېښې رامينځته کېږي.
د پاکستان د کان کېندونکو د مرکزي اتحاديې عمومي سېکرتر سلطان لالا ویلي دي چې د کانونو د څارنې لپاره د څارونکو کمښت د دې پېښو یوه لویه وجه ده.
دا هم وګورئ:
بلوچستان کې د سکرو د لاريو ډرېورانو امنیت څومره جدي مسله ده؟په بلوچستان کې د ناامنۍ له وجې د سکرو وړونکو ټرکونو مالکانو کاربندیز اعلان کړبلوچستان کې وژل شوي د سوات او شانګلې ۱۰ کان کيندونکي ښخ کړل شويپه کوټه کې د سکرو په یو کان کې زهرجن ګېس ۱۱ تنه وژلي ديد بلوچستان د معدنونو وزیر میر شعیب نوشېرواني هم د پېښې په اړه خواشیني ښوولې او ویلي یې دي چې د کویلې د راایستلو د قانون د سرغړونې په صورت کې به د کان د مالک په وړاندې قانوني ګامونه پورته شي. هغه چارواکو ته امر کړی چې د کان کېندونکو د ساتنې لپاره د ژغورنې کارونه چټک کړي او د کویلې کانونو پر قانون په سختۍ سره عمل یقیني کړي
د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په هغه هېواد کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول، په دې کې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ټولنې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زیاتره یې د بلوچستان ول. د اتحادیې په خبره، هغه کال په هغو پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.
د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.
په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.