یو سوېس وګړی د ایران په زندان کې مړ موندل شوی دی

د ايران د يو زندان پخوانی انځور.

یو سوېس وګړی چې ایران د جاسوسۍ په تور نیولی وو په زندان کې مړ موندل شوی دی. ایراني چارواکي وايي چې هغه کس ځان وژلی دی.

د ایران له عدلیې سره تړلي میزان خبري اژانس ویلي دي چې "امنیتي ادارو" هغه سوېس وګړی "د جاسوسۍ په تور نیولی وو او قضیه یې تر پلټنو لاندې وه" چې هغه د جنورۍ پر نهمه د ختیز ښار سمنان په زندان کې ځان وواژه.

د سوېټزرلینډ د بهرنیو چارو وزارت د مشال راډیو ایرانۍ څانګې ته په استولي برېښلیک (برېښنالیک) کې تایید کړې چې حکومت یې له وضعیت خبر دی او د جزییاتو ترلاسه کولو په تکل دی.

میزان اژانس د سمنان ولایت د مشر قاضي محمد صادق اکبري له خولې ويلی دي چې هغه سړی د زندان په خونه کې له یو بل کس سره بندي وو او د بندیخانې د ملګري په غیرحاضرۍ کې یې ځان وژلی دی.

اکبري د سوېس وګړي نوم نه دی ښوولی او د نورو معلوماتو له ورکولو یې هم ډډه کړې، خو زیاتوي چې پلټنې روانې دي او تر اوسه د هغه د مړینې لامل "یقیناً خودکشي" برېښي. چارواکو پر هغه سړي لګولي تورونه هم نه دي په ډاګه کړي.