د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اې د څلورو کلونو تر ځنډ وروسته د جنورۍ پر ۱۰مه په لومړي ځل د فرانسې پلازمېنې پاریس ته پرواز کړی دی.
پاکستان انټرنيشنل اېرلاینز (پي ای اې) پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې په اونۍ کې به دوه ځله له اسلام اباد څخه پاریس ته پروازونه کوي.
دا تر هغه وروسته ده چې یوه میاشت وړاندې اروپايي ټولنې د پاکستان د هوايي شرکت پر الوتکو لګول شوی بندیز ليرې کړ.
د اروپایی اتحادیې د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ز کال په جون مياشت کې اروپايي هېوادونو ته د پاکستانيو الوتکو ورتګ تر هغه وخته وځنډاوه ترڅو دغه شرکت د نړیوال هوایی چلند له معیارونو سره مطابقت تضمین نه کړي.
تر هغه وړاندې، د ۲۰۲۰ز کال په مې مياشت کې پي ای اې مساپر وړونکې الوتکه په کراچۍ ښار کې نسکوره شوې وه چې په نتيجه کې يې ۹۷ کسان وژل شوي ول.
وروسته د پاکستان حکومت د هغې الوتکې تر غورځېدو وروسته د پیلوټانو د جوازونو د اعتبار په اړه د یوې دوسیې په اړه پلټنې پیل کړې چې پکې معلومه شوه چې يوشمېر پيلوټان اړوند تعليمي اسناد نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د پاکستان حکومت د پي ای اې د شخصي کولو لپاره هم هلې ځلې پيل کړې او د داوطلبۍ پر مهال يې يوازې يو وړانديز تر لاسه کړ چې هغه هم د دوی تر ټاکل شوي حد خورا ټيټ وو. وروسته حکومت داوطلبي بېرته لغوه کړه او پي ای اې لا هم د پاکستان دولتي شرکت دی.