د امریکا د کیلیفورنیا ریاست په لاس اېنجلس کې د جنورۍ له دریمې راهیسې په لګېدلي اور کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي.
په مړیو شویو کې څلور نارینه او یوه هغه مېرمن شامل دي چې له کورونو څخه نه شو وتلی او یا د کورونو د حفاظت لپاره پاتې شو.
دا کسان له پیسېډینا سره نږدې د ایلټډینا سیمه کې پاتې کېدل چيرته چې د تورپوستو په ګډون د کاري او مينځنۍ طبقې کورنۍ له نسلونو اباد دي.
د رویټرز او اسوشيېټېډ پریس خبري اژانسونو د خبر له مخه د شپږو بیلا بیلو اورونو په نتیجه کې څه باندې لس زره کورونه او ودانۍ تباه شوي او یا زیانمنې شوي دي ته زیان رسېدلی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
خبري اژانسونو د دغه شمېر د زیاتېدو احتمال ښودلی دی. په عین حال کې اور وژونکي د لاس انجلس په شرقي او غربي سیمو کې په دوه اورونو قابو موندلو توانېدلې دي.
په داسې کې چې په زرګونه کسان په ناڅاپه ډول بېکوره شوي دي او په سیمه کې سخت لوګې خپور دی، امریکايي چارواکو بیړني روغتیايي حالت اعلان کړی دی.
د یو ځانګړې " شرکت اکیو وېدر" اټکل ښيي چې په اور کې اقتصادي زیان د ۱۳۵ اربه ډالره څخه تر ۱۵۰ اربه ډالره پورې دی.
ولسمشر جو بایډن اورلګېدنه یو لوی افت بللی دی او ویلي یې دي چې د امریکا حکومت به د راتلونکو شپږو میاشتو کې د شوي نقصان ازاله سل فیصده پوره کړي.