کوټه: د سکرو تر نړېدلي کان له لاندې شویو ۱۲ څخه د څلورو مړي را اېستل شوي

د جنورۍ پر ۱۰مه له کوټې سره نېږدې د سنجيدي سيمې د کويلې په يو کان کې د بند شويو مزدورانو د راايستلو کاروايي روانه ده.

د بلوچستان مرکز کوټې ته نېږدې د سکرو په نړېدلي کان کې له لاندې شویو ۱۲ مزدورانو څخه د څلورو مړي را اېستل شوي دي.

د سکرو د کان کیندونکو خوندیتوب لپاره کارکونکې حکومتي ادارې چیف انسپیکټر ماینز عبدالغني شاهواني د جنوري پر ۱۰ مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د نورو کان کیندونکو د راویستلو کار په چټکۍ سره روان دی.

بل خوا د پاکستان د کانونو د مزدورانو اتحاديې مرکزي سیکټري سلطان لالا مشال راډيو ته وویل چې د مرستې په کار کې زیاتره د سکرو مزدوران خپله برخه اخلي.

نوموړي وویل چې په چاودنه کې په لاندې شویو کان کیندونکو کې ۱۱ د سوات د شانګلې سیمې دي.

د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د سنجیدي سیمې کان د ګیس چاودنې له وجې نړېدلی دی.

دی وايي چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او هلته د مزدورانو د ژغورنې هڅه کوي.

د بلوچستان د معدنیاتو وزیر میر شعېب نوشېرواني په بیان کې ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي او د کانونو د قانون د سرغړونې په صورت کې به د کان د مالک پرضد اقدامات کوي.

نوموړي ویلي چې اړوند چارواکو ته یې امر کړی چې د کان کېندونکو د ساتنې لپاره د ژغورنې کارونه چټک کړي او د کویلې کانونو پر قانون په سختۍ سره عمل یقیني کړي

د کانونو د مزدورانو ټولنه وايي چې د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د بلوچستان په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې درې مزدوران وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.

د کویلې د مزدورانو ټولنې پر پېښه خواشیني ښوولی او ویلي یې دي چې د حکومت د "غفلت او لاپرواهۍ" له امله د کویلې په کانونو کې دا ډول پېښې رامينځته کېږي.

د پاکستان د کان کېندونکو د مرکزي اتحاديې عمومي سېکرتر سلطان لالا ویلي دي چې د کانونو د څارنې لپاره د څارونکو کمښت د دې پېښو یوه لویه وجه ده.

دا هم وګورئ:

بلوچستان کې د سکرو د لاريو ډرېورانو امنیت څومره جدي مسله ده؟په بلوچستان کې د ناامنۍ له وجې د سکرو وړونکو ټرکونو مالکانو کاربندیز اعلان کړبلوچستان کې وژل شوي د سوات او شانګلې ۱۰ کان کيندونکي ښخ کړل شويپه کوټه کې د سکرو په یو کان کې زهرجن ګېس ۱۱ تنه وژلي‌ دي

د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په هغه هېواد کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول، په دې کې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ټولنې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زیاتره یې د بلوچستان ول. د اتحادیې په خبره، هغه کال په هغو پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.