امریکا د روسیې د تېلو پر دوو لویو کمپنیو بندیزونه لګولي دي

په بیلجیم کې د روسیې ضد یو احتحاج پرمهال. (د ۲۰۲۱م کال عکس)

د امریکايي ولسمشر جوبایډن انتظامیې د روسیې پر دوو لویو تېل تولیدونکیو کمپنیو بندیزونه لګولي دي. امریکا وايي، دا د روسیې پر ضد له مهمو اقتصادي بندیزونو څخه دي.

سپینې ماڼۍ د جنورۍ پر لسمه دا بندیزونه پر داسې مهال اعلان کړل چې ولسمشر جوبایډن په څو ورځو کې خپله څوکۍ پرېږدي.

د دې بندیزونو موخه دا ده چې روسیه له اقتصادي پلوه نوره وځپل شي. هغه هیواد چې پر اوکراین یې د یرغل درېیم کال روان دی.

تېل د روسیې د عاید تر ټولو لویه سرچینه ده ځکه چې د هغه هیواد د مرکزي بودیجې له درو څخه له یوې زیاته برخه تشکیلوي.

نوي بندیزونه پد " ګازپروم نفت" او "سورګوت نفتي ګاز" نومي کمپنیو لګول شوي دي. دا دواړه د روسیې دویم او څلورم نمبر لویې تېل لېږدوونکې کمپنۍ دي.

د اوکراین ولسمشر وولودویمیر زېلېنسکي ویلي، هغه پر ټیلیفون له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره خبرې کړي او ترېنه یې په دې اقدام مننه کړې ده.

نوموړي پر ایکس په یو پیغام کې ویلي، څومره چې روسیه د تېلو لږ عاید ولري، هومره به زر امن ته لاره هواره شي.