د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه کې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه پيل شوه.
"په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د سعودي يو غير حکومتي سازمان د پاکستان په کوربه توب جوړه کړې ده.
په غونډه کې د څه کم ۵۰ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۱۵۰ استازي ګډون کوي چې د سولې د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ، د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم طه او د رابطه عالم اسلامي عمومي منشي محمد بن عبدالکريم العيسا هم پکې شامل دي.
په دې غونډه کې پر بلنې سربېره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په استازيتوب هېچا ګډون نه دی کړی. ويډيو رپورټ