په افغانستان کې سږ کال ۲۴ کسان د ګېس نیولو له امله وژل شوي دي

د جنورۍ پر شپږمه په خوست کې د ګېس خورېدو له امله د وژل شویو کسانو مړي په امبولانس کې اېښودل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې سږکال په هغه هېواد کې ۲۴ کسان "د ګېس نيولو" له امله وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان د جنورۍ پر ۱۱مه رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې په وژل شويو کې نهه ښځې او پاتې یې نارينه او ماشومان دي. هغه زیاته کړه چې تېر کال په افغانستان کې نيږدې ۹۰۰ کسان ګېس نيولي او وژل شوي وو.

د زمان په خبره اکثرو هغه خلکو په کورونو کې له ګېس ډبو يا ګېسي بخاريوو څخه د ګېس د وتلو له امله ژوند بایللی دی.

د جنورۍ په پینځمه په خوست کې په یوه کوټه کې د ګېس خورېدو له امله د یوې کورنۍ پینځه کسانو ژوند له لاسه ورکړ. تر هغې مخکې د ډېسېمبر په ۲۸مه هم په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور تنه، چې مور او درې ماشومان یې ول، وژل شوي ول.

د افغانستان او پاکستان په ډېرو برخو کې خلک د خوراک د پخلي او په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره ګېس سلېنډرې کاروي، چې ځینې وختونه هغه ډبې چاودي او یا یې د ناسم استعمال له وجې ګېس له ډبې خارجیږي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.