د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زېلنسکي وايي د شمالي کوریا له دوو هغه پوځيانو یې تحقیقات پيل کړي چې د روسیې په کورسک سیمه کې یې نيولي وو.
زېلنسکي د جنورۍ پر ۱۱مه پر ټېلګرام ليکلي چې هغه دوه زخمي خو ژغورل شوي سرتېري کېيف ته راوړل شوي او د اوکراين استخباراتي ادارې تحقیق کوونکو ته خبرې کوي.
زېلنسکي له خپلې ليکنې سره د دغو پوځيانو هغه تصویرونه هم خپاره کړي او ويلي یې دي چې په زندان کې اخیستل شوي دي. نوموړي دا ثبوت نه دی وړاندې کړی چې هغه کسان دې د شمالي کوريا وي خو که تاييد شي نو اول ځل به وي چې د اوکراين چارواکي د شمالي کوريا د نيول شويو سرتېرو تصویرونه خپروي.
تېر کال روسیې کورسک سیمې ته د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره د شمالي کوريا ۱۱۰۰۰ سرتېري استولي وو.