پاکستان: د عبدالله ګوټ ماشومان د زده کړو تر څنګ کار هم کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له کراچۍ سره نېږدې په یو کلي عبدالله ګوټ کې تر لسیزو پورې ښوونځی نه وو. هلته اوس یو سکول شته، خو چلوونکې او ښوونکې یې وايي چې کور په کور وګرځېدې چې میندې او پلرونه د تعلیم له ارزښته خبر کړي. دوی وايي، اوس ماشومان ښوونځي ته ځي، خو د مالي مشکلاتو له وجې کار کولو ته هم اړ دي. په پاکستان کې لکونه ماشومان د بې وزلۍ له وجې له زده کړو بې برخې دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.