په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زده کړو پر موضوع په اسلام اباد کې رابلل شوې دوه ورخځنۍ نړیواله غونډه د جنورۍ پر ۱۲مه پای ته ورسېده.
د سعودي عرب غيرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامي له خوا په ترسره شوې دې غونډه کې د ۴۷ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۱۵۰ استازي، مدني فعالان، د بشري حقونو کار کوونکي او ديني عالمان شریک وو.
د دې نړیوالې غونډې هدف "په اسلامي ټولنو کې د نجونو لپاره د زدکړو په وړاندې د خنډونو لپاره د عمل وړ حل لارې پیژندل وو."
د کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي چې د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان سړي او ښځه فرض دي او دا چې د هغې پر وړاندې هېڅ يوه خنډ ته د اسلامي شريعت په رڼا کې جواز نه شي موندل کېدای.
په دې تړاو په اعلاميه کې زياته شوې چې د اسلام د ټولو مکاتب فکر پخواني او هم اوسني عالمان د سړيو ترڅنګ د ښځو د تعليم پر حق متفق دي.
په اعلاميه کې پر دې ټينګار وشو چې د نجونو تعليم او د هغوی د سالمې روزنې پروګرامونه د دې لپاره مهم دي چې ټولنه له انتها پسندۍ، جرمونو او الحاد څخه وژغورل شي.
په غونډه کې د افغانستان واکمنو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د هغوی هېڅ يو استازی ورته حاضر نه شو.
د طالبانو حکومت دريځ لري چې د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته ټول جایز حقونه ورکوي.
افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه پکې منع دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې د اعلامیې غټ ټکي
۱. په مسلمانو ټولنو کې د نجونو په زده کړو د یوې تاریخي غونډې دایرول وستایل شول، چې پکې مذهبي مشرانو پراخ ګډون وکړ. ګډونوالو د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه په اسلامي او ټولنیزو اصولو کې د حل لپاره د ګډو هڅو ملاتړ وکړ.
۲. د نجونو زده کړه یوازې مذهبي مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولنې یوه بنسټیزه اړتیا او د هغوی د حقونو برخه ده.
۳.د تعلیم پروسه باید د اسلامي اصولو سره سم په منظم ډول ترسره شي، ترڅو زده کړې اغېزمنې او ټولنې ته ګټورې وي.
۴.د نجونو د تعلیمي حقونو د خوندیتوب لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وشوه، ترڅو قوي کورنۍ او سوله ییزې ټولنې رامنځته شي.
۵. مذهبي او کلتوري خنډونه د زده کړو پر وړاندې جدي ستونزې جوړوي، چې باید په اغېزمنه توګه حل شي.
۶. اسلامي هېوادونه باید د تعلیمي منابعو په ښه مدیریت کې ونډه ولري، ترڅو د نجونو د زده کړو فرصتونه زیات شي.
۷. وړاندیز وشو چې د نجونو لپاره تعلیمي بورسونه برابر شي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې شخړې او ټولنیزې ستونزې لري.
۸. د فقهي ادارو او علمای کرام له خوا د زده کړو د حقونو لپاره د فتاوو او شرعي پرېکړو اهمیت ته اشاره وشوه.
۹. غوښتنه وشوه چې د نړیوالو تعلیمي ادارو له خوا ډیجیټل تعلیمي مواد جوړ شي، ترڅو لرې پرتو سیمو کې مېشتو جینکو ته زده کړې اسانه شي.
۱۰. ځانګړې اړتیا لرونکو نجونو لپاره باید داسې پروګرامونه جوړ شي چې هغوی ته مساوي تعلیمي او ټولنیز فرصتونه ورکړي.
۱۱. د اسلامي نړۍ قانون جوړونکو سازمانونو ته بلنه ورکړه شوه چې هغوی د نجونو تعلیم ته د ودې ورکولو لپاره قوانین، کړنلارې او ملي نظامونه جوړ کړي.
۱۲. د نجونو د تعلیم په اړه د شعور رامنځ ته کولو لپاره د اسلامي هیوادونو سرکاري او غیرسرکاري رسنیو ته د پوهاوي بهیر او تعلیمي خپرونو پیلولو لپاره بلنه ورکړل شوې ده. چې د اسلام د حقیقت روښانه کولو لپاره د هغو غږونو ځواب ورکړل شي چې د دې حق مخالفت کوي.
۱۳. په اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم ته د پام را ګرځولو لپاره د څېړنو او مطالعاتو په وړاندې پرتو خنډونو د کمولو وړاندیزونه شوي دي.
۱۴. د رابطه عالم اسلامي سازمان او د مسلم علما کونسل مشر شېخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی له خوا د نړیوال ګډون لپاره د وړاندې کړل شوي دې پراخ بنسټ د هلو ځلو ستاینه شوې چې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په موخه جوړ کړل شوی دی او په دې کې د ملګرو ملتونو تر څنګ سرکاري او غیرسرکاري ادارې شاملې دي.
۱۵. هغه ټول افراد یا ادارې د اسلامي امت له فکري چوکاټه تلي دي چې د دې مسلمه اسلامي اصولو مخالفت کوي او یا هم پرې تحفظات لري او له داسې نظریاتو دې پرېکون اعلان کړل شي.
۱۶ . د کانفرنس ګډونوال ، مذهبي بنسټونو، دیني غونډو، په اسلامي او نورو هیوادونو کې د جمعې خطبو ته څرګند او پرېکنده پېغام ورکول کېږي چې د اسلام بدنامولو او د مېرمنو له حقونو د سرغړونو هڅې دې ودرول شي.
۱۷. د دې کانفرنس د ټولو وړاندیزونو پرمخ وړلو، عملي کولو او د هغه د مادي او اخلاقي ملاتړ لپاره د رابطه عالم اسلامي سازمان او د مسلم علما کونسل مشر شېخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی ته مسوولیت وسپارل شو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په دې غونډه کې افغانستان ولې د توجه مرکز وو؟
په اسلام اباد کې دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شویو طالبانو لا هم د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ته دوام ورکړی دی.
هغوی د دې تر څنګ په دې وروستیو کې د افغانستان په ټولو طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو زده کړې هم منع اعلان کړې.
نړیوال په پرلپسې توګه د طالبانو پر حکومت له دې کبله نیوکې کوي او هغوی د مېرمنو په وړاندې له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورنوي.
خو د طالبانو حکومت وايي چې "دوی د شریعت په چوکاټ ښځو ته خپل ټول جایز حقونه ورکړي دي."
افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه پکې منع دي.