هندي چارواکي: په کومب مېله کې ۴۰۰ مېلیونه هندوان ګډون کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په هند کې د کومب په نوم لویه دیني مېله پیل شوې چې د فبرورۍ تر ۲۶مې پورې به روانه وي. مېله په پرایاګراج کې په هغه ځای کې کېږي چې پکې د هندوانو ګنګا، جمنا او افسانوي سرسوتي سیندونه یوځای کېږي. چارواکي اټکل کوي چې په مېله کې به شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه کسان ګډون وکړي. په دې اړه تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.