جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا له سیاسي مشرانو سره پر امنیت ناسته کړې

د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا د ګورنر فیصل کریم کونډي او اعلا وزیر علي امین ګنډه پور سره وکتل.

د پاکستان د پوځ مشر وايي، د ملک او قام د امن خرابوونکو ته به پرېکنده ځواب ورکول کېږي.

د پوځ د عامه اړیکواداره (ای اېس پي ار) وايي، جنرال عاصم منیر دا څرګندونې د جنورۍ ۱۳مې په ماښام په پېښور کې د سیاسي ګوندونو له مشرانو او استازو سره د لیدو پر مهال وکړې.

ای اېس پي ار لیکلي، د پوځ مشر سیاسي مشرانو ته وویل چې پوځ به د امن خرابوونکو پر ضد خپلې کارروایۍ جاري ساتي، ورانکاري به له لوی تاوان سره مخ کړي او د دې جوګه به یې نه پرېږدي چې چاته زیان ورسوي.

هغه د پاکستان د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې په خپلو سرحدونو کې دننه او ورها خوا د وسلوالو تنظیمونو د عملیاتو صلاحیتونه یې کمزوري کړي دي.

په دې موقع د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور، د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي، او د بېلابېلو ګوندونو سره تړاو لرونکي یو شمېر سیاستوال هم موجود وو.

ای اېس پي ار لیکي چې سیاسي مشرانو د پوځ مشر ته ډاډ ورکړ چې د وسلوالو پر ضد به په یوه خوله د پوځ د هڅو ملاتړ کوي.

ای اېس پي ار د پوځ د مشر سره د ملاقات کونکو سیاستوالو عکسونه هم خپاره کړي دي چې پکې د مسلیم لیګ (ن) سیاستوال امیر مقام، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، د جمهوري وطن ګوند مشر افتاب شیرپاو، د پیپلز ګوند سیاستوال او خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي، د عوامي نیشنل ګوند مخکښ امیر حیدر هوتي، د جماعت اسلامي او جماعت علمای اسلام (ف) او نور سیاستوال شامل دي.

د جنورۍ پر ۱۳مه د پاکستان د پوځ مشر په پېښور کې له ځینو سیاستوالو سره د سیمې پر امنیت خبرې وکړې

د پاکستان د سرلښکر دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات دوام لري. خو د ځینو ځایونو خلکو پکې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو پر ضد په وار وار احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ویلي دي چې د پوځ د مشر د خیبر پښتونخوا سیاستوالو سره د کتنې موخه په سیمه کې یو بل پوځي اپریشن ته لار هوارول دي.

غورځنګ د پښتون قامي عدالت جرګې لپاره په رسمي اېکسپاڼه لیکلي دي چې پوځ وار له مخه په سیمه کې د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو پلان لرلو خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې تر ولسي پاڅونونو، جرګو او احتجاجونو وروسته هغه ځنډولی وو چې اوس یې بیا پیلوي.

په بیان کې راغلي دي چې سیاسي ګوندونه او د بشري حقونو سازمانونه باید خپله پرېکړه وکړي چې د پوځ سره ودرېږي که د ولس سره؟

سیاسي ګوندونو د پوځ د مشر سره د لیدو او په هغې کتنه کې د شویو خبرو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۴ز کال د جون پر ۲۲مه په هغه هېواد کې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نامه د پوځي عملیاتو منظوري‌ ورکړې وه.

خو د سیاسي ګوندونو او عام ولس لخوا تر سخت غبرګون وروسته حکومت ویلي ول چې دا عملیات به د پخوانیو هغو په څېر خلک نه بې کوره کوي بلکې د دوی په وینا دا عملیات به هدفي وي.