د امریکا ولسمشر جوبایډن ملت ته د وینا پر مهال ویلي، هېواد یې له اقتصادي او نظامي پلوه، پیاوړی دی او د څلور کاله مخکې مودې پرتله، زیات اتحادیان لري.
ولسمشر بایډن دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې نوی منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د جنورۍ پر ۲۰ نېټه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه دنده سمبالوي.
ولسمشر جوبایډن د جنورۍ پر ۱۳مه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل اداري کار د لنډیز وړاندې کولو پر مهال وویل چې امریکا د خپلو سیالیو هیوادونو لکه روسیې او چین پرضد خپل لومړیتوب لا نور مخکې کړی دی.
بایډن دا هم وویل چې د هغه د واکمنۍ پر مهال امریکا له اقتصادي پلوه پیاوړې شوې خو سیال هیوادونه یې د مبارزې په حال کې وو.
هغه وړاندوینه وکړه چې امریکا به په راتلونکو لسیزو کې د نړۍ ستر اقتصادي قوت وي.
هغه زیاته کړه: "زما انتظامیه راتلونکې انتظامیې ته مظبوطه اداره په لاس کې ورکوي، امریکا یو وارې بیا مخکښه ده."
د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې عهدې سوګند پورته کوي.