د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ د افغانستان د لومړني روغتیايي نظام پیاوړتیا لپاره یو پروګرام پیلوي

د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په پروګرام کې د ګوزڼ له منځه وړلو کې مرسته هم شامله ده

د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ له منځه وړلو او د لومړني روغتیايي نظام پیاوړتیا لپاره یو پروګرام پیلوي.

دا پروګرام به د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.

دا خبره د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ د نړیوالې پراختیا څانګې رییس کریس الیاس له ګلف ټایمز ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې کړې ده چې د جنورۍ پر ۱۲مه خپره شوې ده.

هغه ویلي چې دغه پروګرام به د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې پيل شي.

افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ویروس پکې له منځه نه دی تللی.

د ګېټس بنسټ د نړیوالې پراختیا څانګې رییس ګلف ټایمز ته ویلي چې د منځني ختیځ، پاکستان او افغانستان روغتیايي چارواکي هڅول کېږي چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات وکړي.

کریس الیاس په خپله مرکه کې په افغانستان کې د پولیو د محوه کولو لپاره د بودجې د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.