د پاکستان حکومت د جنورۍ تر پایه د تېلو بیې لوړې کړې

د پاکستان په لاهور ښار کې يو سرکاري ملازم خپل موټر سايکل ته تېل اچوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت د جنورۍ له ۱۶مې څخه تر راتلونکو دوو اونیو پورې د پېټرولو او ډيزلو بیې لوړې کړې دي.

د مالیې وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په اعلامیه کې ویلي چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو نرخ څه کم درې نيمې روپۍ زیاتوي چې ورسره یې نوې بيه ۲۵۶.۱۳روپۍ ته رسېدلې ده.

وزارت دا راز ویلي چې د یو لیټر ډيزلو بیه څه باندې دوه نيمې روپۍ لوړوي چې ورسره یې نرخ ۲۶۰.۹۵ ته لوړ شوی دی.

تر دې وړاندې، د پاکستان حکومت د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ډیزلو بيه د ليټر پر سر څه کم درې روپۍ او د پېټرولو هغه يې څه باندې نيمه روپۍ زياته کړې وه.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.