د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په چکېسر سيمه کې وسلوالو د پولیسو پر پوستې ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری او يو عام وګړی ژوبل شوي دي.
د شانګلې پولیس چارواکو او ځايي اوسېدونکو مشال رېډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۵مه د شپې ناوخته په پورن تحصیل کې د پولیسو پر پوسته ډزې وکړې.
د چارواکو په وینا، پولیسو په ځوابي ډزو کې د وسلوالو برید "ناکامه" کړ او هغوی وتښتېدل.
د شانګلې یو ځايي اوسېدونکي سرفراز خان مشال راډیو ته وویل چې د برید پر مهال ګڼ ځايي مشران هم د پولیسو د ملاتړ لپاره ورووتل او پر وسلوالو یې ډزې وکړې.
په برید کې ژوبل کسان د شانګلې چکېسر روغتون ته وړل شوي دي.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په شانګله او سوات کې تر دې وړاندې هم پر پوليسو يوشمېر بريدونه شوي دي چې هغوی ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه په چکېسر کې د پولیسو پر يوه امنيتي پوسته په وسلوال بريد کې دوه پوليس وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.
تر هغه وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۲مه د سوات په مينګوره کې د وسلوالو په ډزو کې یو تاڼېدار وژل شوی او یو پولیس ژوبل شوی وو.
د سوات ولس پر پولیسو د بريدونو او هلته د ناامنۍ د پېښو پرضد په وار وار مظاهرې، احتجاجونه، لاريونونه او جرګې کړې دي او هوډ يې ښوولی چې په خپله سیمه کې به د ناامنۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.
بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم ويلي دي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عمليات روان دي.