صومالیا: پر ټولنیزو محدودیتونو سربېره نجونې ورزشونه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په صومالیا کې د نجونو او ښځو لپاره د سپورټس یو مرکز جوړ شوی دی. هلته تلونکې مېرمنې او نجونې وايي چې د ټولنیزو محدودیتونو باوجود لوبې او ورزش کوي. د دوی په وینا، په پیل کې ورته ډېر مشکلات ول، ځکه په صومالیا کې د ښځو لوبو ته په ښه نظر نه کتل کېږي، خو اوس حالات په ښه کېدو دي. د دې په اړه نور معلومات د اې ایف پي خبري اژانس په ویډیو کې وګورئ، چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.