د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزير يو ځل بيا د يوې مياشتې لپاره زنداني شوی دی.
د بلوچستان د بلوڅ مېشتې حب ضلعې انتظامي مشرې یا ډېپټي کمېشنرې روحانه ګل کاکړې د جنورۍ پر ۳۰مه تر هغه سمدستي وروسته د عامه نظم د ګډوډۍ په تور د نوموړي د نيولو امر وکړ چې ځايي عدالت د علي وزير خلاف په وروستۍ مقدمه کې هم د هغه د خوشې کولو حکم وکړ.
په حب کې د علي وزیر وکیل حمل خان مري اېډوکېټ مشال راډيو ته وويل چې د ډېپټې کمېشنرې په امر د علي وزير پر ضد درې ايم پي او دفعه لګول شوې او هغه پکې نيول شوی دی.
ده وویل، "موږ چې نن د علي وزير د خوشي کېدو امر ګډاني زندان ته وروړ، نو د زندان مشر راته وويل چې علي وزير تر درې ايم پي او قانون لاندې د يوي مياشتي لپاره نيول شوی دی."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ځانګړی راپور: د علي وزير د بیا بیا بندي کېدو وجې څه دي؟
حمل خان مري اېډوکېټ زیاته کړه چې په درې ایم پي او کې د علي وزير يوځل بيا نيول کېده پرضد به عدالت ته ځي.
علي وزير له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې په بېلا بېلو قضيو کې لومړی په اسلام اباد او بيا وروسته د پنجاب ايالت په بېلا بېلو زندانونو کې بندي کړل شو، او له دوه نيمو مياشتو راهيسې بيا په بلوچستان ايالت کې بندي دی.
د حب انتظامي مشرې تر دې وړاندې هم، د ډېسېمبر پر پينځمه د عامه نظم د ګډوډولو (درې اېم پي او) په مقدمه کې د يوې مياشتې لپاره د علي وزير د زنداني کېدو امر کړی وو.
د وکيل حمل خان مري په وينا عدالت چې علي وزير په کومه وروستۍ مقدمه کې بري کړی دی دا مقدمه د بلوچستان په حب کې پولیسو د ۲۰۲۴م کال د دسمبر پر ۷مه درج کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې علي وزیر د ګډاني په زندان کې له پولیسو ټوپک اخستی او پر هغوی یې ډزې کړې دي.
دا هم وګورئ: منظور پښتین: د عدالت تر پلي کېدو به مبارزه روانه ويخو وکيل حمل خان مری وايي چې په ياد مقدمه کې پوليسو ګواهان اوهيڅ ثبوتونه عدالت ته نه وړان دي وړاندې کړي.
د ده په وینا، "د نورو مقدمو په څېر دا مقدمه هم د علي وزير پرضد يو دروغجنه مقدمه وګرځولی شو."
د اسلام اباد، راولپنډۍ ،جهلم او بکر ضلعو په بېلابېلو زندانونو کې تر بند وروسته د نومبر پر ۱۶ مه د بلوچستان پوليسو د علي وزير ګرفتاري د حب سېمې د ۲۰۲۲ کال په يوه مقدمه کې وښودله، خو ياده مقدمه په داسي حال کې درج کړل شوې وه چې علي وزير هغه مهال د کراچۍ په زندان کې بند وو.
پښتون ژغورنې غورځنګ پر علي وزیر لګېدلي تورونه په وار وار رد کړي او ويلي يې دي چې د هغو مقدمو هدف د غورځنګ د فعالیتونو مخه ډب کول دي.