کشمیر: روغتیايي کارکوونکي سخته واوره کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په ګډون د هغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې هم د پولیو واکسیني کیمپېن روان دی. دا اووه ورځنی کیمپېن د فبرورۍ پر درېیمه پیل شو. په کشمیر کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې په هغه غرییزه سیمه کې زیاته واوره شوې او کار یې ګران دی خو پر دې سربېره کور په کور ګرځي او ماشومان واکسینوي. دوی وايي، د کار په بدل کې کمې پیسې ګټي خو د پولیو مخنیوي لپاره هڅو ته دوام ورکوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.