حماس د ۴ يرغملیانو مړي سپارلي او اسراییلو لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي

په غربي څنډه کې خپلوان خوشې شویو فلسطینیانو ته غاړي وځي - د فبرورۍ ۲۷مې انځور.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د څلورو اسرایيلیو یرغملیانو مړي د سره صليب نړيوالې کمېټې ته سپارلي او اسراییلو یې په بدل کې لسګونه فسطیني زندانیان خوشې کړي دي.

دا کار پر داسې وخت کې شوی چې د غزې د اوربند د لومړي پړاو سر ته رسېدو ته څو ورځې پاتې دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس ليکي چې د اسراييلو يوه امنيتي چارواکي ورته منلې چې حماس د فبرورۍ پر ۲۷مه د څلورو يرغمليانو مړي د سره صليب نړيوالې کمېټې ته سپارلي دي.

اژانس زیاتوي چې پر همدغه وخت د سره صليب نړيوالې کمېټې په يو بس کې هغه لسګونه فلسطيني قيديان هم ورولېږدول چې د اسراييلو له زندانونو خوشې شوي دي.

د خوشې شویو بنديانو خپلوانو، ملګرو او ملاتړو یې په غربي څنډه کې تود هرکلی وکړ.

دا هم وګورئ: حماس په لومړۍ ځل د يرغملیانو مړي اسراييلو ته سپاري

د یرغملیانو د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه ده چې په غزه کې له ۱۵ میاشتو راهیسې تر روانې جګړې وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شوی دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې له ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان پکې ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.