د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د رویت هلال مرکزي کمېټۍ د روژې میاشت لیدو لپاره غونډه کوي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، غونډه د فبرورۍ پر ۲۸مه په پېښور کې کېږي چې مشري به یې د هغې سرکاري کمېټۍ مشر عبدالخبیر ازاد کوي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې پر خپله رسمي اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټي فبرورۍ پر ۲۸مه ماښام مهال په کابل کې د میاشت لیدو لپاره ناسته کوي.
د افغانستان پخوانیو حکومتونو روژه او اخترونه په دودیز ډول د سعودي عرب د سترې محکمې په اعلان کول، خو په ۲۰۲۱ز کال کې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغوی د میاشتو لیدو لپاره غونډې کوي او خپله روژه او اختر اعلانوي.