د بره اورکزو مشرانو د سرکاري دفترونو کلایې ته د وړلو مخالفت کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا د اورکزیو ضلعې ګڼو قبيلو د سرکاري دفترونو کلايې هېډ کوارټر ته د وړلو مخالفت کړی دی. دوی په یو جرګه کې پرېکړه کړې چې که د بره او مېنځنۍ اورکزی د مشرانو په خوښه سرکاري دفترنو لپاره ځای و نه ټاکل شو نو دوی به مجبوره شي چې له انتظاميې سره له همکارۍ پرېکون پېل کړي.