د بنو خلک وايي ناامنۍ یې ژوند او کاروبار ځپلي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د بنو خلک وايي، د ناامنیو له کبله یې د ژوند تر څنګ کاروبارونه هم ډېر اغېزمن شوي دي. د دوی په وینا، حکومت باید په سیمه کې د امن لپاره جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د بنو پر پوځي چاوڼۍ ځانمرګي برید ګڼ ولسي کسان وژلي او ټپي کړي وو.