د پېښور په صدر کې له روژه ماتې تر پېشمني ګڼه ګوڼه وي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور په صدر کې د روژه ماتې لپاره د خوراکونو اخیستو لپاره ډېرې خلک فوډ سټریټ یا د خوراکونو کوڅې ته ورځي. په هغه بازار کې سموسې، پکوړې، چاټ او نور خواړه خرڅېږي او له روژه ماتې تر پېشمني خلاص وي. دوکانداران وایي د روژې نه علاوه هم هغه شیان هلته خرڅوي خو په روژه کې یې کاروبار ښه وي. وسیم سجاد صدر بازار ته ورغلی او دا ویډیو یې جوړه کړې