په کرک کې د مالګې کان نړېدو پېښه کې ۲ مزدوران وژل شوي

د پنجاب د کېوړې د مالګې په کان کې یو مزدور کار کوي - انځور له ارشیفه.

د پنجاب د کېوړې د مالګې په کان کې یو مزدور کار کوي - انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا د کرک په سرې خوا سيمه کې د مالګې کان نړېدو په پېښه کې دوه مزدوران وژل شوي دي.

د مرستندويه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فیضی مشال راډیو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې دا پېښه د مارچ پر ۱۴مه پیشلمي مهال شوې چې پکې يو ۲۳ کلن او بل ۲۸ کلن کان کیندونکي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، وژل شوي دواړه کسان د کرک د ميرکلام کلا سيمې اوسېدونکي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کان کیندونکو ټولنه: لسګونه مزدوران د معذورۍ ژوند تېروي

فيضي دا په ډاګه نه کړه چې د درنګ نړېدو لامل څه وو، البته د وژل شويو مزدورانو مړي د کرک ضلعي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې زياتره وخت په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار د سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.

په هغه هېواد کې دا ډول زیاتره پېښې د بلوچستان په دوکۍ او هرنايي، د سیند او داراز، د خیبر پښتونخوا د دره ادم خېلو او اورکزیو د سکرو یا کویلې په کانونو کې کېږي.