د شمالي مقدونیې کلب کې اور لګېدو ۵۹ کسان وژلي

خلک د وژل شويو په ياد کې شمعې بلوي

د شمالي مقدونیې چارواکي په يو کلب کې د هغه اورلګېدنې د لاملونو د معلومولو هڅه کوي چې پکې د مارچ پر ۱۵مه لږترلږه ۵۹ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ څخه ډیر نور زخمیان شوي دي.

دې پېښې د نایټ کلب د چلېدو لپاره د قانوني جواز یا لایسنس په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د روغتیا وزیر اربن تاراوري وویل چې ښايي د مړو شمیره زیاته شي. دا اور د مارچ پر ۱۵مه په کوچاني ښارګوټي کې په نایټ کلب کې لګیدلی وو چې دا ښار ګوټي یې د خپګان له وجې ولړزاوه. په دې پېښه د ګاونډیو هیوادونو، اروپایي اتحادیې او امریکا څخه د خواخوږۍ پیغامونه هم مخې ته راغلي دي.

چارواکو ویلي چې د مارچ پر ۱۵مه ناوخته د ډي اېن اې بېنډ د کنسرټ پر مهال اتش بازي وشوه چې له وجې یې د خلکو ډک کلب کې اور ولګېده چې چارواکي وايي دوی شک لري چې د فعالیت لپاره یې مناسب لایسنس نه درلود.