ظفر فاروق وايي خيبر پښتونخوا کې رباب غږوونکي ځوانان ډېر شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د نوښار يو پېژندلی سندرغاړی او رباب غږوونکی ظفر فاروق دی. نوموړی وايي، د موسيقي زده کړې يې له بېلا بېلو استادانو څخه کړي او اوسمهال خپله يوشمېر شاګردان لري. فاروق خوشاله دی چې ګڼو پښتنو ځوانانو د عبث وخت تېرولو پر ځای رباب زده کولو ته مخه کړې. نوموړی زياتوي چې د رباب ځينې شاګردان يې ډېر تکړه دي او په راتلونکې کې به پښتو موسيقۍ ته ښه کار وکړي. د ظفر فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.