حماس وايي د قطر او مصر د اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې

په غزه کې د اسراییلو تر برید وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی او یوشمېر کسان د پېښې له ځای سره نېږدې ولاړ دي - د مارچ ۲۳مې انځور.

په غزه کې د اسراییلو تر برید وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی او یوشمېر کسان د پېښې له ځای سره نېږدې ولاړ دي - د مارچ ۲۳مې انځور.

د حماس ډلې د مشرتابه یوه لوړپوړي غړي ویلي، د قطر او مصر د اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې ده.

خلیل الحیه د مارچ پر ۲۹مه په یوه ټېلېوېژني وینا کې وویل چې د حماس لیدلوری د مینځګړو وړاندیز ته "مثبت" دی او "منلی" یې دی.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

قطر او مصر، چې له اوږدې مودې راهیسې د اسراییلو او حماس ترمینځ د اوربند مینځګړتوب کوي، دوه ورځې مخکې د اوربند وړاندیز کړی وو.

په غزې تړانګه کې د حماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل الحیه په خپله وینا کې هیله وښوده چې اسراییل به وړاندیز رد نه کړي.

هغه په ورته وخت کې وویل چې د حماس بې وسلې کول د اسراییلو د "اشغال" تر دوام پورې "سره کرښه" بولي.

امریکا او اسراییلو څو ځلې د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې هغه ډله باید تر جګړې وروسته د غزې په اداره کې رول و نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې جرمني، فرانسې او برېتانیې په غزې کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه له حماس سره اوربند ختم کړ او پر غزې یې درانه هوايي بریدونه وکړل.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د مارچ ۱۸مې په حملو کې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.

د اسراییلو د دفاع وزیر د مارچ پر ۱۹مه خبرداری ورکړ چې که حماس پاتې یرغملیان خوشې نه کړي او د غزې کنټرول پرې نه ږدي نو پر سیمه به حملې "په داسې شدت" زیاتې کړي چې "ساری به نه لري."

حماس د مارچ د ۱۸مې تر بمبارۍ وروسته وویل چې اسراییلو نه یوازې د اوربند د موافقې سرغړونه کړې بلکې په غزه کې یې ۵۹ یرغملیان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

د یرغملیانو او د هغوی د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه وه چې په غزه کې تر څه باندې یو کال وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شو.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.