د کوټه ګلیډیېټرز او لاهور قلندرز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۳مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې. په لومړۍ سیالۍ کې د تېر پړاو اتلې لوبډلې اسلام اباد یونایېټېد، لاهور قلندرز ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
تر دې یوه ورځ وروسته کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې پېښور زلمي ته په ۸۰ منډو او کراچۍ کېنګز ملتان سلطانز ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.
پېښور زلمي او اسلام اباد یونایېټېد لوبډلې د اپرېل پر ۱۴مه یو بل ته مخامخېږي.
پاکستان کرکټ بورډ وايي چې په پي اېس اېل کې سږ کال ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړو هم ګډون کوي.