پولیس وايي، د کوز جنوبي وزیرستان په توی خوله کې وسلوالو دوه پولیس وژلي دي.
د واڼه ښار (سټي) تاڼې مشر عثمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو هغه سرتېري دوه ورځې مخکې شپې مهال له خپلو کورونو تښتولي ول چې د اپرېل پر ۱۴مه یې سهار وژلي دي.
دی وايي، د اپرېل پر ۱۲مه چې وسلوالو غوښتل یو بل پولیس له کوره وتښتوي، نو هغه ورباندې ډزې وکړې او څلور مشکوک وسلوال یې ووژل.
تر اوسه معلومه نه ده چې پولیس چا او ولې وژلي دي خو وزیر زیاتوي چې مقدمه یې درج کړې او په پېښه کې د ککړو کسانو لټون یې پیل کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د یوشمېر نورو برخو په ګډون په جنوبي وزیرستان کې هم د امنیت وضع خرابه ده او پکې وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو بریدونه کوي. په همدې حال کې چارواکي وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.