ملک فرید الله خان وزیر ولې ووژل شو؟

ملک فریدالله خان وزیر وفاقي وزیر او سېنېټر هم پاتې شوی وو

د سپیځلي خلک ننی اوونیز پروګرام د جنوبی وزیر ستان د وزیرو د قبیلې د یو مشر ملک فرید الله خان په اړه دی، دا مشر په ۲۰۰۵ کال د مې په ۲۹ نېټه د دوو نورو قبایلي مشرانو او خپل ډريور سره یو ځای هغه مهال ووژل شو چې په جنوبي وزیر ستا ن کې له يوې جرګې نه راستنیدو.

ملک فرید الله خان سنیټر او وفاقي وزیر هم پاتې شوی وو، خو دی ولې او چا ووژلو؟ او د قبايلی مشرانو هدفي وژنې ولې روانې دي؟

په دې پروګرام کې د ملک فرید الله خان کشر زوی علی فرید الله خان ، خبریال سلیم صافی،د قبایلي
چارو کارپوه رحیم الله يوسفزی د هغه د ژوند په اړه خبرې کوي .

ددې اونیز پروګرام کوربه مجید بابر دی.