ننګرهار برید د پنځو وسله والو په وژلو پای ته ورسېد

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ننګرهار پر امنیه قومندانۍ د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله د پنځو حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسیده. بريد بېګا شپه یوولس بجې هغه مهال پيل شوه چې وسله والو د امنیې قومندانۍ مخې ته لومړی موټربم چاودنه وکړه او وروسته یې ډزې پيل کړې. د ننګرهار امنيه قومندان فضل احمد شیرزاد نن دیوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې په حمله کې نهه تنه پولیس ټپيان شوي دي. نوموړی وایي چې په حمله کوونکو کې پاکستاني طالبان هم شامل دي. د ازادۍ راډيو ویډيو