شنونکي ولې د پاکستان په دفاعي بجټ کې پر ۱۶ فیصده اضافې نیوکې کوي؟

د پاکستان پوځ اکثر په اسلام اباد کې د پرېډ پر مهال توغندي او نورې وسلې

د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره په دفاعي بجټ کې د څه د پاسه ۱۶ فیصده اضافې وړاندیز کړی.

د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار د جون پر نهمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته د ۲۰۲۳ –۲۴ز مالي کال لپاره د ۱۴.۵ ټرېلینه (یا ۱۴۰ کربه) روپیو وفاقي بجټ وړاندې کړ چې پکې د څه د پاسه ۱،۸۰۰ اربه روپیو د دفاع لپاره د بېلولو وړاندیز شوی دی.

نوموړي په بجټ کې د لوړو زده کړو په ګډون د تعلیم د ودې لپاره د شاوخوا ۸۲ اربه روپیو بېلولو وړاندیز هم وکړ. له دې پرته د لوړو زده کړو او اړونده چارو لګښتونو لپاره د ۶۵ اربه روپیو بېلولو وړاندیز شوی دی.

په دې توګه په مجموعي ډول د وفاقي حکومت په بجټ کې د لوړو زده کړو او اړوندو چارو بودیجه ۱۴۷ اربه روپۍ جوړېږي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال په اییني ترمیم کې د ابتدايي، ثانوي او اعلا ثانوي تعلیم چارې صوبو ته سپارل شوې دي نو ځکه وفاق یوازې د لوړو زده کړو چارو لپاره په بودیجه کې پیسې ږدي. د دې ترمیم له مخې، صوبې له لومړي ټولګي څخه تر ۱۲م پورې تعلیم لپاره پیسې ورکوي. تر اوسه صوبو خپل بجټونه نه دي وړاندې کړي، نو ځکه د ابتدايي، ثانوي او اعلا ثانوي تعلیم کره بودیجې معلومې نه دي.

یوشمېر شنوکي او د چارو پوهان په دفاعي بودیجه کې د اضافې پر وړاندې نیوکې کوي او وايي، حکومت ته په کار ول چې تعلیمي بودیجه یې زیاته کړې وای. خو ځینې نور بیا وايي چې په دفاعي بودیجه کې اضافه د پاکستان مجبوري ده.

د دفاعي چارو څېړونکې او لیکواله ډاکټر عایشه صدیقه وايي، په پاکستان کې ملکي حکومتونه اکثر د پوځ د خوشالولو لپاره دفاعي بجټ زیاتوي چې ورسره د تعلیم په شمول د نورو بنیادي اړتیاوو لپاره کمې پیسې پاتې کېږي.

نوموړې د جون پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل، په دفاعي بجټ کې د ۱۶ سلنه اضافه مناسبه نه ده. "حکومت خو دا غواړي چې پوځ یې ملګرتیا وکړي او ورڅخه هېڅکله خفه نه شي نو ځکه په دفاعي بجټ کې اضافه کوي. داراز، د پوځ مشر جنرال [سید] عاصم منیر هم په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي مرکزونو د لیدو پر وخت سرتېرو ته د تنخاګانو او نورو مراعاتو زیاتولو ډاډ ورکړی چې په نتیجه کې یې له ځان سره د پوځیانو وفاداري قایمه وساتلای شي. د هېواد د نورو چارو په څېر په دفاعي بجټ کې هم تر یو حده اضافه په کار وه خو د تعلیم لپاره په بجټ کې یو فیصد او په دفاعي بجټ کې ۱۶ فیصده اضافه مناسبه نه ده. خو ملکي حکومتونو [اکثر] دا ډول بجټونه جوړ کړي دي."

دا هم وګورئ:

د قبايلي سيمو مالي ستونزې او اړتياوې څه دي؟د پاکستان حکومت د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړد پاکستان بېلابېلو برخو کې ګراني او بې روزګاري زیاته شوې ده

د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د اقتصاد د څانګې استاد ډاکټر انور شاه وايي، د پاکستان بجټ لا له وړاندې له نیمايي زیاته خساره لري یعنې حکومتي امدن کم او لګښتونه یې زیات دي چې د هغې پوره کولو لپاره بیا حکومت پور اخلي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، په بجټ کې تعلیم ته د حکومت کمه توجه ټولنه لا زیاته غیر مساوي کوي. "داسې ښکاري چې حکومت [فکر کوي چې] خلک دې تعلیم په خپل لګښت کوي. که تاسې وګورئ نو په هېواد کې شخصي تعلیمي ادارې ورځ په ورځ زیاتېږي خو په حکومتي کچه د تعلیم لپاره په بجټ کې د نشت برابر اضافه کېږي. د دې زیان به دا وي چې په مستقبل کې به یوازې شتمن خلک د تعلیم ترلاسه کولو وس لري. داراز، به [لوړپوړې] نوکرۍ او اعلا کاروبارونه هم یوازې هغه خلک کولی شي چې په نتیجه کې به یې د غریبو خلکو په نسبت د شتمنو خلکو بچي د واک اختیار تر څنګ د پیسو ګټلو هم ډېرې موقعې لري او په هېواد کې به د غربت کچه لا نوره زیاتېږي."

خو شنونکی او د پېښور پوهنتون د اقتصاد څانګې پخوانی مشر ډاکټر زلاکت خان وايي چې په دفاعي بجټ کې اضافه د پاکستان مجبوري ده. "د دفاع په معامله کې ځمکنیو حقایقو ته هم کتل په کار دي. زموږ په ګاونډیانو کې له چینه علاوه له ټولو سره اړیکې ښې نه دي. له ایران سره زموږ په تعلقاتو کې د پخوا په څېر ګرمجوشي نه شته. له افغانستان سره مو هم تعلقات زیاتره وخت کړکېچن وي. او له هند سره خو مو له اولې ورځې راهیسې تعلقات خراب دي. بیا په هېواد دننه ترهګرۍ یو وار بیا سر پورته کړی او وسلوال وخت په وخت پر [امنیتي ځواکونو] بریدونه کوي. نو په دې حالاتو کې موږ په خپلې دفاع سترګې نه شو پټولی او زیات لګښت به پرې کوو."

ډاکټر زلاکت خان زیاتوي چې د تعلیم لپاره بجټ زیاتول هم مهم دي خو دا به هله ممکنه وي چې پاکستان له ګاونډيو هېوادونو سره تعلقات ښه کړي او د هېواد دننه د ناامنۍ مخه ونیسي.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د وفاقي بجټ مسودې وړاندې کولو پر مهال ویلي ول چې حکومت د تعلیم ودې او پرمختیا ته ژمن دی نو ځکه ورته په بودیجه کې پیسې بیلوي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای له لومړۍ پیلېږي او وفاقي او صوبايي حکومتونه اکثر د مې په پای یا د جون په پیل کې د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي.