د بلوچستان اعلا وزير د سکرو کان نړېدو په پېښه کې د ککړو کسانو خلاف د کاروايۍ امر کړی

د بلوچستان په سنجيدي کې د جنورۍ پر نهمه د کان تر نړېدو وروسته د مزدورانو مړي ايستل کېږي.

د بلوچستان اعلا میر سرفراز بګټي له کوټې سره نېږدې په سنجیدي سيمه کې د يو کان نړېدو په پیښه کې د ککړو کسانو پر ضد د قانوني کاروایۍ امر کړی دی.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۴مه په کوټه کې په دې اړه د یوې غونډې مشري وکړه چې د معدنیاتو د صوبايي وزیر میرشعېب نوشېرواني په ګډون ځينو نورو چارواکو او د کويلې (د سکرو) د کانونو مالکانو برخه پکې اخيستې وه.

دا تر هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر نهمه په سنجيدي کې د کويلې په یو کان کې د ګیس چاودنې له امله هغه کان ونړېد چې ۱۲ مزدوران تر لاندې شول. وروسته ژغورونکو ډلو د هغوی د ايستلو عمليات پيل کړل او وروستی مړی يې د جنورۍ پر ۱۴مه وایست.

د سنجیدي د کويلې په کان کې په وژل شويو ۱۲ کان کيندونکو کې يې ۱۱ د خيبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي ول.

د بلوچستان اعلا وزير د وژل شویو مزدورانو له کورنیو سره د مالي مرستو اعلان هم وکړ او اړوندو چاروکو ته یې امر وکړ چې د پیښې د ذمه وارو پر ضد دې قانوني کاروايي وکړي.

بلخوا د پاکستان د مزدورانو اتحاديې د بلوچستان عمومي سېکرتر پير محمد کاکړ د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد غونډې ته د مزدورانو د اتحادیې استازي هم وربللي وای.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د سنجیدې د پېښې په ګډون د ټولو داسې پیښو د پلټنو راپورونه ولس ته ډاګه کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کان کیندونکو ټولنه: لسګونه مزدوران د معذورۍ ژوند تېروي

د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ په لومړيو دوو اونيو کې په هغه هېواد کې د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې ۲۰ کان کيندونکي وژل شوي او ۱۰ ژوبل شوي دي.

د اتحاديې په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول چې ورڅخه یې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اتحاديې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زیاتره پېښې په بلوچستان کې شوې وې. د اتحادیې په خبره، هغه کال په هغو پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.