د بلوچستان حکومت د ۱۰ کلونو لپاره په صوبه کې د ځنګلونو پر وهلو او ښکار کولو بندیز لګولی دی.
د ډېسېمبر پر پینځمه حکومت د بلوچستان اعلاوزیر سرفراز بګټي په مشرۍ د کابینې په غونډه کې له کوټې سره نېږدې د تکتو غره سیمه "ملي پارک" هم اعلان کړه.
چارواکي وایي چې دا پرېکړې یې د چاپېریال ساتنې په موخه کړې دي. د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د ځنګلونو او حیواناتو د خوندي ساتلو لپاره یې یوه کمېټه هم جوړه کړې ده.
تکتو غر له کوټې څخه ۴۰ کېلومیټره لیري په شمال کې پروت دی چې پکې نایابه ځناور اوسي.
د سیمې خلکو البته د حکومتي پرېکړې مخالفت کړی دی. د تکتو ورورولۍ سازمان مشر عبدالخالق بازي مشال راډیو ته وویل چې د دې فیصلې له امله ځایي خلک خپلې ګټې له لاسه ورکوي.
ده وویل چې د سیمې خلک خپله په سم ډول د غره، ځنګلونو او حیواناتو ساتنه کولی شي.
بازي وویل، اوس به حکومت هلته د چاپېریال او د ژویو تنوع د خوندیتوب لپاره خپل کسان په دندو ګوماري، چې دا، د ده په وینا، د ځايي خلکو د حقونو سلبولو معنا لري.
خو چاپېریال پوهان د حکومتي پرېکړې ملاتړ کوي او وايي چې د تکتو غر له ښار سره نېږدې دی نو ملي پارک اعلانول یې هلته د ژویو خوندیتوب باوري کولای شي.