د بلوچستان په خضدار کې بمي چاودنې ۳ کسان وژلي دي

په بلوچستان کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي -پخوانی انځور.

د بلوچستان پولیس وايي، په خضدار کې یوې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي او اووه یې ژوبل کړي دي.

د خضدار د نال تاڼېدار بهلول خان مشال راډیو ته وویل، د مارچ پینځمې په بمي چاودنه کې د یو ځايي قبایلي مشر عبدالصمد سمالاني ګاډی په نخښه شوی دی چې پکې هغه هم ژوبل شوی دی.

پولیس وايي، د چاودنې پر مهال د هغه قبایلي مشر موټر د مرمت لپاره مستري ته ولاړ وو او زیاتوي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې د برید هدف سمالاني وو.

د خضدار انتظامي مشر یا مرستیال کمېشنر یاسر اقبال د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، د هغوی لومړنۍ پلټنې ښيي چې بم په موټرسایکل کې شوی وو او د رېموټ کنټرول په مټ چوول شوی دی.

تر اوسه د برید ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

دا هم وګورئ: وسلوالو په خضدار کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ۲ سیاستوالان وژلي دي

د بلوچستان اعلاوزیر میر سرفراز بګټي د مارچ پر پینځمه په یو بیان کې د بمي برید غندنه کړې او هوډ یې ښکاره کړی دی چې حکومت به په بلوچستان صوبه کې د "ترهګرۍ ختمولو" او د امنیت پر ځای کولو لپاره خپلې نهايي هڅې وکړي.

په بلوچستان کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوالې ډلې اکثر امنیتي سرتېري په نخښه کوي.

د مارچ پر درېیمه نېټه په کلات کي په يو ځانمرګي برید کي يو پاکستانی پوځي وژل شوی او څلور ژوبل شوي ول.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل ای) د حملې ذمه واري منلې وه او د يو لوړپوړي پوځي افسر تر څنګ یې د ګڼو نورو پوځيانو د وژلو ادعا کړې وه.