د بټخېلې نجونه د ښوونځي لویه وداني غواړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ د بټخېلې د ظفر پارک کوڅې د نجونو سرکاري ښوونځي زده کوونکو مظاهره کړې ده او له حکومته یې غوښتي چې یا دې ورته د خپل سکول پخوانۍ وداني ورکړي او یا دې ورته نوې وداني جوړه کړي. د سېپټېمبر ۲۷مې په مظاهره کې شاوخوا ۸۰۰ نجونو برخه واخیسته. د ظفر پارک محلې د سکول وداني شاوخوا ۱۲ کاله مخکې جوړه شوې وه چې حکومت د نجونو کالج ته ورکړې ده. چارواکي وايي، تر هغو چې د ودانۍ مسله نه وي حل شوې، نجونه به مازیګر مهال په کالج کې زده کړې کوي. په دې اړه تفصیل په رپورټ کې.