شېري رحمان: د سیند زیاتره برخې له سمندري طوفانه بچ پاتې شوې دي

د طوفان له کبله د کراچۍ په ګډون په یوشمېر سیمو کې د سمندري اوبو سطح لوړه شوه - د جون ۱۵مې انځور.

د پاکستان د چاپېریال او اقلیمي بدلون چارو وزیره وايي، د بیپرجوای په نوم د سمندري طوفان د هند د ګجرات تر ساحله رسېدلی دی او د سیند صوبې سواحل ورڅخه "تر ډېره بچ" پاتې شوي دي.

شېري رحمان د جون پر ۱۶مه سهار په بیان کې ویلي دي چې پاکستان د تاوان مخنیوي او د خلکو ژغورنې لپاره تیاری کړی وو خو د سیند زیاتره سیمې ورڅخه بچ پاتې شوې.

شېري رحمان تر دې مخکې ویلي ول چې بیپرجوای طوفان ښايي د جون ۱۵مې شپې ناوخته د سیند صوبې کېټي بندر ته ورسي.

نوموړې ویلي دي چې طوفان له کبله په سمندر کې د اوبو سطح لوړه شوې او د سیند د سجاول ساحلي برخې تر اوبو لاندې شوې دي خو حکومت ورڅخه اوسېدونکي وار له مخه خوندي ځایونو ته انتقال کړي ول، نو بیپرجوای ځکه د تاوان سبب نه شو.

د پاکستان چارواکو د جون پر ۱۵مه ویلي ول چې طوفان د ورځې پر مهال له خپل پخواني مسیره شمال ختیځ لوري ته روان وو.

په همدې حال کې د پاکستان د موسمیاتو ادارې ویلي دي چې د طوفان شدت هم کم شوی دی. ادارې د جون پر ۱۶مه سهار په بیان کې ویلي دي چې د جمعې او خالي (شنبې) پر ورځو په سجاول، بدین، ترپارکر او عمرکوټ کې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ کېلومیټره في ساعت پورې د رفتار لرونکې سیلۍ او سخت باران امکان دی.

د سیند د سجاول په ګډون له یوشمېر سیمو څخه خلک خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي - د جون ۱۴مې انځور.

د موسمیاتو ادارې د جون پر ۱۶مه او ۱۷مه په ټټې او میرپور خاص کې هم د سخت ورښت اټکل کړی دی او وايي چې په کراچۍ، حیدراباد، ټنډو محمد خان، ټنډو الله یار، شهید بېنظیراباد او په سانګړ ولسوالیو (ضلعو) کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ کېلومیټره في ګېنټه پورې د رفتار لرونکي تېز باد او باران امکان دی.

اخوا د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جون پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې وویل چې کب نیوونکي، کښتۍ چلوونکي او نور خلک دې له ساحله لیرې اوسي.

د بیپرجوای طوفان تر ساحله تر رسېدو مخکې لا د جون له ۱۳مې راهیسې په کراچۍ او ځینو نورو سیمو کې له تېز باد سره په شېبو شېبو د باران سلسله روانه ده.

د سیند صوبايي حکومت له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۸۰،۰۰۰ کسان خوندي ځایونو ولېږدول.

د هوا پېژندنې اداره وايي، طوفان په سمندر کې د تودوخې زیاتېدو له امله پیدا کېدای شي. په عرب سمندرګي (بحیره عرب) کې د بيپرجوای په نوم دا طوفان د جون پر شپږمه پیل شوی چې هغه مهال له کراچۍ څخه ۱،۴۰۰ کېلومیتره لېرې وو.

د سمندر هر طوفان ته د هوا پېژندنې څانګه یو نوم ورکوي. د اوسني طوفان نوم "بیپرجوای" دی چې په بنګالۍ ژبه د "ناورین" معنا لري.