په کلا سیف الله کې چاودنې ۴ تنه ژوبل کړي دي

پولیس وايي بارود په موټرسایکل کې ايښي ول او چاودنه غرمه مهال وشوه - پخوانی انځور.

پولیس وايي چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا سیف الله کې یوې چاودنې څلور تنه ژوبل کړي دي.

هغه ښار له صوبايي مرکز کوټې څخه شاوخوا ۱۹۰ کېلومیټره لیرې شمال ختیځ لوري ته پروت دی.

د کلا سیف الله د یوې تاڼې مشر شېر محمد ترین رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې چاودنه د اکتوبر پر ۲۴مه غرمه مهال د بازار په عمومي څلورلاره کې د یو ولسي مشر نواب محبوب دفتر ته نېږدې شوې ده.

دی وايي چې بارود په یو موټرسایکل کې ایښي ول.

هلته د کلاسیف الله روغتون ډاکتران وايي چې په ژوبلو کې د ځینو وضعیت ښه نه دی.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

خو په بلوچستان کې وخت په وخت چاودنې او وسلوال بریدونه کېږي. وسلوالو د اکتوبر پر ۱۰مه شپې ناوخته د هغې صوبې په پښتون مېشته سيمه دوکۍ کې ۲۱ کانکيندونکي ووژل. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې پینځه ورځې مخکې، د بلوچستان په قلات کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په چاودنه کې درې پوځیان ووژل او څلور ژوبل شول.

بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغې چاودنې مسوولیت منلی وو.

دا هم وګورئ:

پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا له چارواکو د خراب امنيت په اړه سپیناوی غوښتیخیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په حملو کې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي ديیو عیني شاهد په دوکۍ کې پر کان کیندونکو د حملې کیسه کويبلوچستان کې مزدوران څوک او ولې وژني؟

په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.