د بلوڅانو یووالي کمېټۍ د ګوادر پرلت پای ته رسولی دی

بلوڅانو د جولای پر ۲۸مه په ګوادر کې تر جلسې وروسته پرلت وهلی وهلی وو.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشرتابه د صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې روان پرلت د اګست پر نهمه له حکومتي چارواکو سره تر خبرو وروسته پای ته رسولی دی.

یادې کمېټۍ پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي بیان کې ویلي چې حکومت نه یوازې د دوی غوښتنې منلې دي بلکې په هغوی کې یې پر ځینو عمل کول هم پیل کړي دي.

د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ویاند بیبر ګ بلوڅ د اګست پر نهمه په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د پرلت پرمهال نیول شوې ډیری کسانو د خوشي کیدو لړۍ پیل شوې ده.

ده وویل، "په کوټه کې نن زموږ ۱۶۰ کسان خوشي شوي دي او هم داسې په ګوادر کې ډېری کسان خوشي او دا لړۍ روانه ده."

نوموړي وویل چې له حکومت سره د تړون له مخې به د هغو کسانو پرضد مقدمې درجوي چې د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ د احتجاج پر مهال یې د هغوی پر ملګرو تشدد کړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مالک بلوڅ وايي ریاست باید د بلوڅانو د مسلو هواري لپاره تګلاره بدله کړي


د لادرکه بلوڅانو میندلو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان - وایس فار بلوچ مسنګ پرسنیز - مشر ماما قدیر بلوڅ د پرلت ختم کېدو په اړه مشال راډیو ته وویل چې بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ته هیڅ په لاس نه دي ورغلي.

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند د اګست پر نهمه په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې په ګوادر کې یې د پرلت له مشرتابه سره خبرې بریالۍ شوې دي.

شاهد رند زیاته کړه چې "په ګوادر کې د امنیت وضعه مخ پرسمیدو ده او پرلت له هغه ځایه ختم شوی دی او اعلا وزیر له لومړۍ ورځې دا ویلي دي چې د پرلت هره هغه غوښتنه به حکومت مني چي د ایین او قانون په چوکاټ کې دننه وه."

خو د بلوڅانو د یووالي‌ کمېټۍ ویاند بیبرک بلوڅ او د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند دواړه دا نده څرګنده کړې چې حکومت د پرلتوالو کومې غوښتنې منلې دي.

د بلوڅانو یووالي کمېټۍ د جولای پر ۲۸مه په ګوادر کې د "بلوچ راجي موچي یا د بلوڅانو د ولسي جرګې" په نوم غونډه کوله او ویلي یې ول چې د بلوڅانو د ټولو ولسونو او قبیلو غړو پکې ګډون کړی وو.

کمېټۍ هغه مهال ويلي ول چې حکومت د ګوادر د غونډې د "ناکامولو هڅې" کړې وې او د دې لپاره یې هلته تلونکې لارې تړلې وې. د کمېټۍ مشرې ډاکترې ماه رنګ بلوڅې دا دعوه هم کړې وه چې امنیتي ځواکونو په مستونګ کې د بلوڅانو پر قافله ډزې کړې وې.

خو د بلوچستان حکومت د نوموړې دا دعوه رد کړه او ویلي یې ول چې د کمېټۍ غړو ته یې په ګوادر کې غونډې اجازه نه وه ورکړې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بلوڅ احتجاج کوونکي څه غواړي؟

د بلوڅانو د یووالي کمېټي وايي چې د جولای پر ۲۸مه امنیتي ځواکونو د غونډې پر ګډونوالو تشدد او ډزې وکړې، درې کسان یې ووژل، ۱۴ یې ژوبل کړل او وروسته یې ګڼ کسان ونیول. خو پوځ ویلي ول چې احتجاجیانو په تاوتریخوالي کې یو سرتېری وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي ول.

تر دې وروسته د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مخکښه مشرانو او غړو په ګوادر کې احتجاجي ناسته پیل کړه او وایي چې د بلوڅانو جبري بې درکۍ دې ودروي او هغوی ته دې د خپلو وسایلو واک ورکړي.

پاکستان کې د ورکو شويو کسانو ستونزه

په پاکستان کې د جبري بې درکیو مسله څو لسیزې سابقه لري. په هغه هېواد کې په جبري ورکو شویو د قضيو په اړه کارکوونکی حکومتي کمېشن وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ نوې قضيې ثبت کړې وې.

په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوي کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه په راپور کې وویل چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰،۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړې دي. د کمېشن په وینا، له هغو څخه یې ۸،۰۱۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.

خو بلوڅ او پښتانه ملتپال نه یوازې د ورکو کسانو شمېر تر دې څو چنده زیات یادوي بلکې د پاکستان استخباراتي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي، چې حکومت یې ردوي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي.